ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د پاکستان خپرونو لیکلي دي ، د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت قائمقام صالح فاروقي د پاکستان د سېنټ د تجارتي کمېټۍ په غونډه کښې له ايران سره د مال په بدله کښې مال تجارت د شروع کولو د مراحلوحتمي کېدو خبر ورکړ او وې ويل: دغه تجارت به يوه مياشت وروسته شروع شي.
هغه زياته کړه له ايران سره د بېنکي نېټ ورک د نه شتون په وجه له تهران سره په تجارت کښې ځينې مشکلاتو موجود دي نو له دې امله به د مال په بدله کښې مال مېکانېزم په اېجنډا کښې وګرځولے شي.
هغه واضحه کړه چې د اېف اے ټي اېف په خړ لېسټ کښې د پاکستان په راتلل د پاکستان په صادراتو هيڅ تاثير نه لري.
د ايران او پاکستان ترمېنځ د مال په بدله کښې د مال د تجارت شروع کول تهران ته د خپل سفر او له پاکستاني چارواکو سره دکتنې په دوران کښې د پانګونې او تجارت په چارو کښې د پاکستان د وزيراعظم د صلاح کار عبدالرزاق داوود مطرح شوې ترټولو مهمه موضوع وه.
دغه پاکستاني چارواکي تېره ورځ په کراچۍ کښې پو اخباري کانفرنس کښې وويل: پاکستان اوايران د مال په بدله کښې مال د دوه اړخيزه تجارت د معاهدې په سر تقريباً موافقې ته رسېدلي دي چې د هغې له مخې پاکستان به له ايران څخه د اېل اېن جي طبيعي مائع ګېس د ترلاسه کولو په بدله کښې دغه هېواد ته وريجې صادروي.